د پاکستان د بلوجستان صوبې د کویټه ښار د سفیر جامع جومات د جمعې امام او د اهل تسنن یو غوره دیني عالم مولوی قاری عبدالرحمان نورزي ټينګار وکړ، دا د اسلامی جمهوریت رسالت دی چې د ایران او نورو اسلامی هیوادونو په عالمانو اومتفکرانو ترمینځ دارتباط له لارې دوي د ایران له اسلامی انقلاب سره آشنا کړي او ددغه غورځنګ لیدتوګې د نورو اسلامی هیوادونو لپاره بیان کړي.
مولانا نورزي له ایکنا سره په خبرو کې دحضرت امام خمینی د رحلت په کلیزې کې په شتون په خوښۍ ښودلو سره دغه ګډون د ځان لپاره یو ویاړ وباله.
د هغه په ونیا د اسلام او قرآن له انقلابی اصولو او اساس سره دهغه آشنائي د حضرت امام خمینی له غورځنګه ترلاسه شوې ده ،ځکه چې په پاکستان کې د جماعت اسلامی غورځنګ په تیره بیا دهغه رهبر مولانا مودودي د حضرت امام خمینی له غورځنګ سره په بشپړډول آشنا ؤ ااو همداراز د هغه او د ارواښاد امام ترمینځ بشپړ علمی او سیاسی دوستي ټینګه وه.
دمولوی نورزئ په وینا مولانا مودودي دارواښاد امام په وسیله د اسلام له پیغامه د انقلابی تفسیر لیواله ؤ او د ترجمان قرآن په نامې سره ئې پخپلې مجلې کې د ایرا د اسلامی غورځنګ په باب ډیر مطلبونه ذکر کول.
ښاغلی نورزي ټينګار وکړ،د حضرت امام خمیني د لیدتوګو اغیزې تر نن ورځ پورې په پاکستان او په تیره بیا په بلوچستان صوبې کې شته دي او هماغه راز ځواکمنې دي او د پاکستان ولس دغو لیدتوګو او غورځنګ ته د ډير زیات احترام قایل دي.
د پاکستان د اهل تسنن دغه لوي دیني عالم په دې باب توضیح وکړه، دغه مسئولیّت په اسلامی نړۍ کې د عالمانود دی چې د قرآن پیغام خلکو ته ورسوي. په دې زمینې کې باید حضرت امام خمیني خپله بیلګه وګرځوو ،ځکه هغه بزرګوار په ترټولو ښه شکل او رودې سره د ایرا ملت خبر کړ چې دخپلو مشکلاتو دحل لپاره باید له قرآن سره یوځاي شي.
د هغه په وینا نن سبا هم دپاکستان په بلوچستان صوبې کې علمیه حوزې شته دی چې قرآن کریم خلکو ته ورزده کوي او د قرآن معارف په عامه ژبه د هغوي لپاره د هغوي په ژبه او فهم سره بیانوي.
هغه هیله وښودله چې یوه ورځ راورسیږي ، د حضرت امام خمینی د غورځنګ دغه لیدتوګه یعني له قرآن کریم سره تمسک چې په ایران کې بریالی شوی ، په نورو اسلامی هیوادونو په تیره بیا په پاکستان کې هم د کارونو په سر کې شي.
https://iqna.ir/fa/news/4146304